INTRODUCTION

د سکرمنټو ولسوالۍ د پوهنې بورډ له تاسې څخه د خپل راتلونکي چارسمبالی په اتخاب کې د مرستې غوښتنه کوي. له دې څخه ډاډه کېدو لپاره چې دا یوه مشارکتي او ټولګډونه پروسه ده، بورډ دغه بې نومه پرلیکه سروې وړاندې کوي او تاسې په کې ګډون کولو ته هڅوي. موږ غوښتنه کړې چې د رهبرۍ د اتحادیې مشاورین، چې له بورډ سره په لټون کې مرسته کوي، د زده کوونکو، کارکوونکو، والدینو او د ټولنې له غړو څخه د نظرونو ترلاسه کولو لپاره پرلیکه سروې ترسره کړي.
لاندینۍ سروې له تاسې غواړي چې څو مهمو پوښتنو ته ځواب ورکړئ. له دغې سروې څخه ترلاسه شوي معلومات به د داسې پېژنیال جوړولو لپاره وکارول شي چې په راتلونکي چارسمبالی کې مطلوب معیارونه او ځانګړتیاوې په ګوته کړي. دا به همداراز د استخدام او د مرجع د کتلو پروسه او ترڅنګ یې له نوماند څخه د پوښتل کېدونکو پوښتنو جوړولو لپاره لارښود وي. دغه سروې همداراز د ولسوالۍ د پوهنې ریاست وړتیاو، ننګونو، او زموږ ټولنې په اړه ستاسې د نظر په لټه کې دی. مشاورین د سروې د پایلو خلاصه کوونکی راپور چمتو او له بورډ سره به شریک کړي.

T