د ارزونې او زده کړې اړوند څېړنه

2.پېژندنه، موخه، او باخبره رضایت

د افغانستان د ارزونې او زده کړې په څېړنه کې مو له ګډون څخه مننه! 

 مونږ د افغان ارزونې ټولنې یا (AfES) په استازیتوب او د پراختیایي معاونت کمېټې یا (DAC) د ارزونې ټیم په همکارۍ، د پراختیا ارزونې شبکې یا (EvalNet/EVALNET) پر ارزونې باندې یوه څېړنه ترسره کوو. د دې څېړنې موخه په نازکو او کړکېچنو سیمو کې د ارزونې د زده کړې د څرنګوالي په اړه د علمي درسونو چمتو کول دی؛ دا چې په ارزونو کې کوم څه ګټور وو او کوم څه ګټور نه وو، او ولي؟ 
دا څېړنه به د پالیسي جوړوونکو، د پروګرام کارکوونکو، کمېشنرانو او د ارزونې ارزوونکو ته مهم درسونه او سپارښتنې چتو کړي. 

دا څېړنه په افغانستان کې د نظامي، بشري او پراختیایي همکاریو، او د ملت جوړونې او دوامداره پراختیا د عمومي مفهوم د راښکاره کولو په اړه په جزئیاتو بحث نکوي، خو د شواهدو پر بنسټ پر پالیسۍ جوړونې باندې به د اساسي موضوع په توګه بحث کوي. 

دا څېړنه ستاسو شخصي معلومات نه راټولوي؛ او ستاسو نوم یا ستاسو د ادارې نوم، یا د هغو خلکو او ادارو نومونه چې کېدای شي تاسو یې یاد کړئ، په راپور یا بل ځای کې په عام ډول نه یادوي/ نه لیکي. مونږ یواځي ډېټا (لومړنی معلومات) رالنډ او ترکیبوو، او هغه د سکټور (څواړخیزه، د ملګرو ملتونو ادارې، او داسې نور) پربنسټ په ګروپونو کې تنظیموو ترڅو په شخصي ډول د تثبیت وړ نه وي.
 
ټول هغه معلومات چې تاسو یې چمتو کوئ، په پوره ډول او جداً پټ یا محرم پاته کېږي او ستاسو له نوم سره نه نښلول کېږي. مونږ ډېټا (لومړنی معلومات) له نوم پرته راټولوو. مونږ په داسې طریقو کار کوو چې ډاډه شو ستاسو ځوابونه په جدي ډول محرم او بې نومه ترتیب شي.
 
زمونږ دې ته په پوره ډول پام دی چې د "هېڅ ضرر ونه رسوئ" اصل په جدي ډول په پام کې ونیسو او د څېړني لومړیتوب یې وشمېرو؛ ترڅو د ټیم غړي، څېړوونکي، ګډون کوونکي، او هغه کسان چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول له څېړنې څخه اغېزمن کېږي، خوندي کړو – مونږ همدارنګه د افغانستان اوسني حالت ته، له ډېرو هغو سره چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغېزمن شوي دي، متوجه یوو. که چېرته پوښتنې داسې وي چې تاسو ونه غواړئ ځواب ورکړئ، په آسانۍ سره له هغو تېر شئ، یواځي دومره ووایاست چې "ترې تېر شه". تاسو همدارنګه کولای شئ چې هر وخت وغواړئ، له مرکې څخه تېر شئ او هرکله مو چې غوښتی وي، د خپل رضایت فورمه له څېړنې څخه وباسئ. 

خو، زه تاسو هڅوم او تشویقوم چې په افغانستان کې په ارزونو کې د خپلې ښکېلتیا پرمهال د خپل لومړي لاس تجربو په شریکولو سره، په دې څېړنې کې ګډون وکړئ. په دې څېړنې کې ستاسو ګډون ستاسو په خپله خوښه دی، خو، مونږ د دې څېړنې یوه نهائي کاپي له هغو کسانو سره شریکوو، چې په دې څېړنې کې ګډون کوي. 
1.
آیا موافق یاستئ چې په دې څېړنې کې ګډون وکړئ ؟ 
2.
آیا تاسو په افغانستان یا بل داسې هېواد کې چې د نازک، بشري او پرمختیایي حالت درلودونکی وي، د پرمختیایي، بشري، یا سولې راوستلو هڅو د ملاتړ په برخو کې اوس ښکېل یاست یا په تېر کې ښکېل وئ؟ 
3.
ستاسو د ادارې کټګوري یا ستاسو ښکېلتیا: 
4.
تاسو په یوې ارزونې کې ترکومې کچې پورې ښکېل یاست/ وئ؟ 
د پروسې په اړه یادداښت: د دې نظرپوښتنې پروسه د قضیې څېړنې کړنلارې {کېس سټاډي} پر بنسټ مخته ځي – مونږ پوهېږو چې کېدای شي تاسو پخوا په څو ارزونو کې برخه اخیستې وي. نو، له تاسو څخه غواړو چې فکر وکړئ او داسې یوه ارزونه درپه یاد کړئ چې تاسو پکې ښکېل وئ. یوه ارزونه وټاکئ چې ستاسو په آند ترټولو ګټوره/ اغېزناکه وه، او د اغېزمن شوي تصمیم نیونې یا زده کړې (د فعالیت/ ارزونې/ پروګرام/ پالیسۍ په اړه چې ارزول شوې وي یا نورو فعالیتونو) په برخه کې ترسره شوی وي. د هماغې یوې ارزونې په اړه، ستاسو اړونده یوډول ځوابونه به یو په زړه پوری داستان بیان کړي، ترڅو د شواهدو پربنسټ – د باخبره حالت پر اساس د تصمیم نیونې د لا ښه کېدلو لپاره پوهه رامنځته کړي. 
لطفاً لاندینۍ پوښتنې د خپل لومړي لاس تجربې پربنسټ چې په افغانستان یا کوم بل کړکېچ ځپلی ځای کې په یوې ارزونې کې ښکېل وئ، ځواب کړئ. 
5.
د ارزونې په اړه یو څو جملې، لکه؛ د ارزونې نوم، د ارزونې ډول، هغه کال چې ارزونه پکې ترسره شوې وه، د هغې سکټور، هېواد/ سیمه، اضافه کړئ. 
6.
ارزونه د ... له لورې ترسره شوې وه: 
7.
هغه کاري کړنلارې او طریقې چې په ارزونې کې کارول شوي وو، کیفیت یې په پام کې نیولی وو او دیوه معیار، لکه؛ د ملګرو ملتونو د ارزونې د ډلې د ارزونې د کیفیت معیارونو (UNEG) او یا د اقتصادي همکاریو او پراختیا ادارې د پراختیایي معاونت کمېټې معیارونو (OECD/DAC) یا د نورو ادارو د معیارونو، پر بنسټ ترسره شوی وو؟ 
8.
د ارزونې موندنې/ سپارښتنې د یادې ارزونې له ټولو اړونده شریکانو سره شریک کړل شوي وو؟ 
9.
د ارزونې موندنې/ سپارښتنې په لاندې طریقو شریک کړل شوي وو (ټول سم موارد په نښه کړئ). 
10.
آیا موندنې او سپارښتنې ستاسو د ادارې له لورې وکارول شوې؟
11.
که چېرته مو ځواب "هو" وي، زه فکر کوم چې ارزونه کارول شوې وه/ ګټوره وه، ځکه: (ټول سم موارد په نښه کړئ). 
12.
آیا فکر کوئ چې د ارزونې موندنو تاسو ته هغه څه چمتو کړل چې تاسې یې تمه درلوده ترڅو وکولای شئ چې د ارزونې د موضوع اړوند پرېکړه وکړئ؟
میزان پیشرفت فعلی،
0 سؤال از 38 سؤال پاسخ داده شد