د ژباړې پلان سروې

د چمپلین جهیل سمندري موزیم په ورمانټ (Vermont) کې د ورجینس(Vergennes) بهر کښې موقعیت لري. موږ د جھیل چمپلین سیمې کلتوري او طبیعي میراثونه شریکوو او کار کوو چې ټول خلک، لویانو او ځوانانو په ځمکه او په اوبو کې د ننداره تونونو، زده کړو تجربي او د کښتۍ جوړونې له لارې د جهيل سره
وصل کړو. موږ به د می له نیمایي څخه د اکتوبر تر نیمایي پورې د خلکو پر مخ خلاص یو.

موږ غواړو موزیم یو لا زیات ټول شموله او د لاسرسي وړ ځای جوړ کړو. دا سروې به موږ سره د ژباړې پلان جوړولو کې مرسته وکړي ترڅو هغه لارو ته لومړیتوب ورکړو چې موږ کولی شو د میوزیم مینځپانګې د هغو خلکو لپاره د لاس رسي وړ کړو څوک چې د انګلیسي پرته په نورو ژبو خبرې کوي. موږ پوهیږو چې لا ډیر کار ته ضروت یا اړتیا ده، تر د څو تعصب ننګونې ختم کړو او په میوزیم کې د هرچا لپاره ځای رامینځته کړو. د ژباړې یا ترجمی د پلان څخه را وروسته هیله لرو چې تاسو به په دې سفر کې له موږ سره یوځای او مله پاته شئ.

ستاسو ځواب د نوموړي سروی په اړه زموږ لپاره ډیر ارزښتناکه یا مهم دي او محرم یا پټ به ساتل کیږي. تاسو کولای سی چې بلکل هیڅ جواب یې نه کړي، یا یو څه او یا هم ټول د لاندی سوالونو څخه. هیڅوک اړ نه دی چې سروې وړاندې کړي. تاسو کولی شئ چې هغه برخه تیره کړی (Scroll) یا "بل" (Next) کلیک وکړئ ترڅو نورو برخو ته د خپلې خوښې په توګه ولاړ شئ.

.ستاسو د کتنی او یا هم ځواب ورکولو څخه مننه